۱۳۸۸ تیر ۲۱, یکشنبه

هلمند ته

اې د کروړ قهري توپانه
دشهاب دغورځنګ توغه
دغياث دتوري تيکه
اې دسيف بهانده مسته
دميرويس دشبخون ننګه
داحمددسوبو بريښه
دمحمود دديون ملګرې
داشرف دلنګۍ جوغه
دسيدال شڼ ليونيه
دايوب دميوند سپره
دملالي سورټيکريه
تورپيکۍ په وينورنګه
اې دبست ځلانده ستورې
دنوميردزړګي سره
دتاريخ وياړلي روده
کارنامي يادي کړه تيري
مست دهيلو ډک هلمنده
مه وچيږه مه ودريږه
توپاني شه وبهيږه